د علمي څېړنو آمر

3 years

0 Lacs

Posted:1 month ago| Platform: Linkedin logo

Apply

Skills Required

Work Mode

On-site

Job Type

Contractual

Job Description

Position Title: د علمي څېړنو آمر Activation Date: 18 June, 2025 Announced Date: 18 June, 2025 Expire Date: 30 June, 2025 Job Location: Nangarhar Nationality: Afghan Category: Education Employment Type: Full Time Salary: According to University Salary Scale Vacancy Number: HR - 96 No. Of Jobs: 1 City: Jalalabad Organization: Al-Taqwa University Years of Experience: Minimum 3 Years Contract Duration: Permanent with a 3 Months Probationary Period Gender: Male Education: Master. Ph.D. Will be preferred Close date: 2025-06-30 About Al-Taqwa University التقوی تعليمي او تحصيلي بنسټونه د ۳۰ ديرشو کلونو راپديخوا له هيواد څخه بهر او دننه فعاليت کوي؛ د دې علمي کورنۍ د پروګرامونو پيل ۳۰ ديرش کاله وړاندې په خيبر پښتونخوا کې د التقوی لېسې په نوم پيل او په تدريجي توګه يې انکشاف وکړ؛ چې بالاخره يې د الله تعالی جل جلاله د رضا د حاصلولو او خپلې ټولنې ته د واقعي خدمت په منظور ۲۵/۱۱/۱۳۹۰ ل نېټه د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه (التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې) په عنوان د حقوقو او سياسي علومو او اقتصاد پوهنځيو کې د لوړو زده کړو فعاليت جواز تر لاسه او ۱/۲/۱۳۹۱ ل نېټه عملاً فعاليت پيل کړ. التقوی د لوړو زده کړو مؤسسې په ۰۹/۱/۱۴۰۳ ل نېټه د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه ملي بشپړ اکاډميک اعتبار کسب او د افغانستان په کچه يې د خصوصي پوهنتونونو په رديف کې يې په پنځو غوره پوهنتونونو يې قرار ونيو. Job Description ۱ - د څېړنې آمریت، څېړنې اصلي کمېټې او څېړنیز مرکز لپاره د ټاکل شویو کلنیو اهدافو (KPIs) پر بنسټ کلني عملیاتي پلانونه جوړول او د تایید لپاره یې د څېړنې اصلي کمېټې ته وړاندې کول ۲ - د څېړنې آمریت، څېړنې اصلي کمېټې او څېړنیز مرکز د تایید شویو کلنیو عملیاتي پلانونو د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه ترتیبول او د تایید لپاره یې معاونیت ته رسماً استول ۳ - د معاونیت سره په همغږۍ ، د نړیوال ژورنال د منشي په توګه د یاد ژورنال په چارو کې رغنډه رول ادا کول ۴ - د معاونیت په لارښونه د څېړنو اصلي کمېټې د منشي په توګه د یادې کمېټې د عادي او فوق العاده مجالسو داېرول او د مجلس پرېکړې د اړوندو برخو سره رسماً شریکول ۵ - د څېړنو اصلي کمېټې او څېړنو آمریت اړوند چارې د تضمین کیفیت او علمي اعتبار معیارونو پر بنسټ د ترتیب شوي چک لېست له مخې ترسره کول او مستندول ۶ - په پوهنتون کې د څېړنیزو پروژو او فعالیتونو د ښه تنظیم او ترسراوي لپاره د اغېزمنو او ګټورو طرزالعملونو،مقررو، او لوایحو څارنه او تطبیقول ۷ - په پوهنتون کې د څېړنیز فرهنګ د ودې او پرمختګ لپاره د استادانو او محصلینو د علمي اړتیا ارزونې سروې تحلیلي راپور پر بنسټ د څېړنو په برخه کې ځانګړی د ظرفیت لوړونې پلان چمتو کول او تطبیقول ۸ - د مؤسسې استادانو لخوا د پالیسي سازو څېړنو ترسره کولو په موخه د اړوندو سکتوري ریاستونو ، وزارتونو او نورو اداراتو څخه اړتیا ارزونه ترسره کول او په پاېله کې یې د کال د ترسره کیدونکو پالیسي سازو څېړنو لېست ټاکل ۹ - په مؤسسه کې د محصلینو لخوا ګروپي او انفرادي څېړنو ترسره کولو فرهنګ ته په دوامداره توګه وده او پرمختګ ورکول ۱۰ - د کال د ترسره کیدونو څېړنو لپاره د تعقیب Follow Up اکشن پلان جوړول او په هکله یې د معاونیت ته وخت په وخت راپور ورکول ۱۱ - د مؤسسې په ويبسايټ کې د ترسره شویو څېړنو ثبتول ۱۲ - اړوندو خواوو سره د کنفرانسونو او هم په مکتوبي ډول د ترسره شویو څېړنو شریکول ۱۳ - له پوهنځیو سره د دایرېدونکو ملي او نړیوالو علمي-څېړنیزو کنفرانسونو جزیات شریکول او ورته د مقالو لیکنې پروسې څارل او تعقیبول ۱۴ - په پو هنځيو کې د څېړنو فرعي کمېټو څخه د راپورونو تر لاسه کول او کتل او د نهايي تایید لپاره یې معاونیت ته سپارل ۱۵ - په محلي، ملي او نړیواله کچه د علمي څېړنیزو کنفرانسونو دایرولو کې د معاونیت او پوهنځيو سره رغنده ونډه اخېستل ۱۶ - د کلني کاري پلان پر بنسټ د بودیجې پېژندل او د څېړنو او مجلې معاونیت ته وړاندیز کول ۱۷ - د مؤسسې په کچه څېړونکو او لیکوالانو سره لازمه همکاري کول او ورته علمي او څېړنېزی مشورې او لارښوونې کول ۱۸ - د آمریت اړوندو واحدونو له چارو او پلانونو تطبیق څخه څارنه او د هغوي ارزونه ترسره کول ۱۹ - د مؤسسې د ملي او نړیوال علمي-څېړنیز ژورنال چاپ ته کار کول او د اړوندو مدیریتونو په مرسته یې چارې ترسره کول ۲۰ - د پوهنځیو څېړنو فرعي کمیټو سره په همغږۍ د غوره ا او مبتکرو استادانو ، محصلانو او څېړونکو د غوره څېړنو او مونوګرافونو پېژندنه او د هغوي لپاره تشویقي برنامې جوړول ۲۱ - د لوړو زده کړو وزارت د تألیف، څېړنې او ژباړې ریاست اړوندو واحدونو سره د فعاله رسمي اړیکو ته کار کول او د هغوي رسمي لارښوونې او سپارښتنې عملي کول ۲۲ - د څېړنې د ودې او پرمختګ لپاره له معتبرو او نړیوالو پوهنتونونو، ژورنالونو او ډيټابیسونو سره د مؤسسې له خوا تړونونو د ترسره کولو او غړیتوب ترلاسه کولو لپاره کار کول ۲۳ - نورې هغه اړوندې چارې چې د مؤسسې رياست او څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې د څېړنې آمريت ته سپارل کيږي، ترسره کول Job Requirements التقوی د لوړو زده کړو مؤسسه د څېړنې او علمي مجلو معاونیت په چوکاټ کې د علمي څېړنو آمر په دنده ګماري، چې د دوکتورا یا ماسټرۍ ترکچې لوړې زده کړې ولري او د پښتو او دری تر څنګ په انګليسي ژبه بشپړ تسلط ولري. Submission Guideline محترم نوماندان دې خپل تحصيلي اسناد او لنډې سوانح دې په لاندې ايميل ادرسونو راواستوئ او د لازياتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېره اړيکه ونيسئ to. hr@altaqwa.edu.af cc info@altaqwa.edu.af vc.research@altaqwa.edu.af Contact Number: +93777323368 پوهنتون ادرس: جلال اباد، دويمه ناحيه، ګولای عربان، لغمان هډې ته څېرمه Submission Email hr@altaqwa.edu.af - info@altaqwa.edu.af - vc.research@altaqwa.edu.af Show more Show less

Mock Interview

Practice Video Interview with JobPe AI

Start Job-Specific Interview
cta

Start Your Job Search Today

Browse through a variety of job opportunities tailored to your skills and preferences. Filter by location, experience, salary, and more to find your perfect fit.

Job Application AI Bot

Job Application AI Bot

Apply to 20+ Portals in one click

Download Now

Download the Mobile App

Instantly access job listings, apply easily, and track applications.

coding practice

Enhance Your Skills

Practice coding challenges to boost your skills

Start Practicing Now

RecommendedJobs for You

Jalalabad, Uttar Pradesh, India

Jalalabad, Uttar Pradesh, India